ایکنانیوز د سعودی عربستان د رسندویو له قوله راپور راکړی، دسعودي عربستان حکومت د انډونیشیا،الجزایر، مصر، نیجریه،ایتوپیا، تیونس ،هندوستان،بنګله دیش او پاکستان پشمول د ۱۴ هیوادونو د ښاریزو لپاره د تجارتي د کورنیو د لیدو کتو ،او د عمرې د ویزو صادرول د ۲۰۲۵کال د حج د دستورو تر پاي پورې ځنډولي دي.
د ویزو د صادریدا دغه ناڅاپي دریدا په وړاندې دیني دستورو کې د نفوسو د کنټرولولو مدیریّت او غیر قانوني ورتګونو د مخنیوي لپاره ترسره شوې ده.
د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئیلي دي،چې دغه ممنوعیّت یو موقتي اقدام دی او د لوجسټیکي کارنده او امنیتی تضمین په موخې سره ترسره شوی ، په تیره بیا په ۲۰۲۴کال کې د له هغې تراخې پيښې وروسته چې په هغې کې د سختې تودوخې او د نفوسو ډیره ګڼه ګوڼه د څه دپاسه زرو کسانو د وژل کیدا سبب شوې ده. دغه نوي محدودیّتونه چې د ۲۰۲۵کال د جون تر مینځیو پورې به باقي پاتې شي،په ورستیو کلونو کې د ویزې په حوزې :ې د عربستان یو ترټولو سخت اقدام شمیرل کیږي.
دغه اقدام په آسیا ،افریقا کې د میلیونونو زیارتوالو، حاجیانو او مسافرانو لپاره یوه جدي وقفه رامینځةکړې ده چې له همدااوسه د سفر د پروګرامونو دګډوډيدا، د الوتونو د رزرؤ کولو د ترینګلتیا او په درستې نړۍ :ې د دیني زیارتونو د دستورو د ترسره کیدا ئې سره ګډه وډه کړې ده.د ځاي رسندوئي سرچینو او ډيپلوماټيکو چینلونو په اساس، دغه ځنډول یو موقتي اقدام دی او د حج د موسم تر ختیمدا وروسته پورې به دوام ولري.
د نړیوال سفر صنعت اوس له یولړ غبرګونونو سره مخامخ دی او ډیر خلک دغه فیصله په وروستیو کلونو کې له حج تمتع مکې ترټولو سخت محدودیّتونه ګڼي . د سعودي عربستان چارواکو تائيد کړې ده چې د عمرې د ویزو ، د تجارتي راشه دیرشه د ویزو او دغه راز د کورنیو د لیدوکتو ډلې ترې اغیزمنې شوي دي.
د عربستان اړونده چارواکي توضیح ورکوي، چې ویزو دغه ممنوعیّت کوم رټونکی اقدام نه دی،بلکې دعمومی امنیت د ساتلو لپاره یو وارمخکې غبرګون دی، په تیره بیا د ۲۰۲۴کال د حج له غمیزې وروسته چې په هغې کې څه دپاسه زر حاجیان د ډيرې ګڼې ګوڼې او سختې تودوخې په دلیل په حق رسیدلي وو.
ارزونو وښودله چې ډير زیات زیارتوال او حاجیان له حج پرته د ویزو په درلودلو سره هیواد ته وارد شوي وو چې د نه کنټرولیدونکي او غیر قانونی زیارتي چلندونو په باب ئې د خطرې ټلئ کړنګولې ده.
راپور شوي دي چې محمد بن سلمان دحج او مهاجرتي چارو د برخې چارواکو ته حکم ورکړی ، په ۲۰۲۵ کال کې دې دواریدیدو پر مجوزونو لازیات سخت کنټرول اعمال کړي څو د تیر کال د انساني بحران د تکراریدا مخنیوی وشي. له دغې فیصلې موخه ، د حج د دستورو لپاره د یوه قانوني ،کارنده او کرارو دستورو ترسره کیدا ده .
https://iqna.ir/fa/news/4275278